د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د غذايي امنیت اسلامي سازمان له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي جان جان الکوزي، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او د مرکزي اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د قزاقستان نړیوال سوداګرۍ اتاق استازي ښاغلي آرمان یسینتویف او د غذايي امنیت اسلامي سازمان بشردوستانه مرستو اجرائیوي آمر ښاغلي ایمري یوکسیک سره لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي مهمند د غذايي امنیت اسلامي سازمان مسوولینو ته د ښه راغلاست پرمهال د کرنې میکانیزه کیدل، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو ویش او د معیاري سړو خونو جوړول د هیواد د اقتصاد د ودې او پرمختګ لپاره مهم فاکتورونه وبلل او د غذايي امنیت اسلامي سازمان څخه یې په پورتنیو مواردو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د هېواد د کروندګرو ننګونو ته د حل لارې موندلو او همدارنګه په ښوونیزو مرکزونو کې د کرنې د زده کوونکو لپاره د معیاري زده کړو د رامنځته کولو په موخه، د غذايي امنیت اسلامي سازمان او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ترمنځ د ګډ کنفرانس پر جوړېدو ټینګار وکړ.

ښاغلي خان جان الکوزي د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ګډون بازارونو رامنځته کول د سوداګرۍ د ودې او ښه والي او همدارنګه د دغو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم شاخص وباله او د افغانانو لپاره یې د سیمې او نړۍ هېوادونو د ویزو پر صادرولو ټینګار وکړ.

د غذايي امنیت اسلامي سازمان چارواکو د دغه سازمان د بشري مرستو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د هغه لوی کنفرانس په اړه یې معلومات ورکړل چې په پاکستان کې به د کرنې په برخه کې جوړیږي.
دوی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه وغوښتل چې په یاد کنفرانس کې ګډون وکړي او خپلې ننګونې، ستونزې او وړاندیزونه د کنفرانس له ګډونوالو او د کرنې له بنسټونو سره شریک کړي.

دوشنبه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۴۰۲