د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال د بلخ ولایت له سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیر الدین مایل احمدي په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي هم حضور درلود د بلخ ولایتي اتاق سرپرست ښاغلي اسدالله اسدي، د اندخوی اتاق رئیس ښاغلي عبدالمجید نیازي او د بلخ ولایت یو شمیر مطرح سوداګرو سره لیدنه ترسره او د وارداتي شرکتونو د مالیاتي څیړنو برخه ستونزو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

د بلخ ولایت سوداګرو خپلې مالي ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې، د یادو ستونزو د حل په برخه کې یې خپل مشخص وړاندیزونه او نظریات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریک کړل او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د بلخ ولایت سوداګرو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د دوی مالیاتي ستونزې د پوهاوي وړ وبللې او د اسانتیاوو په رامنځته کولو او د لویو مالیاتي ستونزو په له منځه وړلو کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو ډاډ ورکړ.

هغه له بهرنیو هېوادونو څخه د توکو او محصولاتو د واردولو پر مهال د واحدې مالیې ورکړه د سوداګرو او دولت په ګټه وګڼله او په دې برخه کې یې د عملي ګامونو پر اخیستلو ټینګار وکړ.

ښاغلي شیرین اغا سخي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د طرحې او د مالیاتو د ارزونې په برخه کې د اصنافو د طبقه بندۍ په اړه معلومات ورکړل او د اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ کې د اتاق د هڅو ډاډ ورکړ څو لازمې آسانتیاوې رامنځته شي.

یکشنبه، غبرګولي ۲۸مه، ۱۴۰۲