د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په کابل کې میشت د پاکستان سوداګریزې آتشې سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د پاکستان سوداګریزې آتشې ښاغلي ډاکټر کوثر علي زیدي او د پاکستان هېواد یو شمیر سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه.
 
ښاغلي مهمند د پاکستان سوداګریزې آتشې ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې مسایلو، د سوداګرۍ د فرصتونو او ننګونو او د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته د پاکستان د ترانزیتي ستونزو په اړه خبرې وکړې او زیاته يې کړه "د کوکنارو د کښت مخنیوی، د اداري فساد د پام وړ کموالی او د ټولیز امنیت شتون په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې بهیر د چټکتیا لپاره خورا اړین دي. هغه د پاکستان له سوداګرو وغوښتل چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. ښاغلي مهمند په کابل کې د پاکستان له خوا د ګډو روغتیايي او علمي مرکزونو پر جوړولو ټینګار وکړ.

ښاغلي مایل احمدي د امام ابوحنیفه رحمه الله په دویم ملي او نړیوال نندارتون کې د پاکستاني سوداګرو او پانګوالو پر ګډون ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې یاد نندارتون ته د خپلو توکو د لېږد په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي او فعاله برخه واخلي.

ښاغلي خان جان الکوزي د ډبرو سکرو بیه ۳۰ ډالرو ته ټیټه اعلان کړه او د افغانستان له خاورې یې منځنۍ اسیا ته د پاکستان د ټرانزیټي سکټور په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې د اتاق د هڅو ژمنه وکړه او له سوداګرو یې وغوښتل چې لا زیاتې هڅې وکړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې کچه لوړه کړي.

ډاکټر کوثر علي زيدي د ډبرو سکاره او د افغانستان ځينې طبيعي زېرمې د پاکستان اړتيا وګڼله او د ډبرو سکرو د بيو د راټيټېدو هرکلى يې وکړ او دا يې د دواړو هېوادونو د خلکو او حکومتونو په ګټه وګڼله.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ بازار د رامنځته کېدو او افغان سوداګرو ته د ویزې د لازمو اسانتیاوو د برابرولو اعلان وکړ او د امام ابو حنیفه (رح) په دویم ملي او نړیوال نندارتون کې يې د مناسبو غرفو غوښتنه وکړه او اتاق هم په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

یکشنبه، غبرګولي ۲۸مه، ۱۴۰۲