د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ښي لاس موټرونو واردوونکو او د لوړ تناژ موټر لرونکو سره لیدنه ترسره کړه

د ښي لاس موټرونو واردوونکو او د لوړ تناژ موټر لرونکو د ټولګټو وزارت سرپرست ښاغلي محمد عیسی ثاني او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند سره د دوه جلا ناستو په ترڅ کې، د ښي لاس موټرونو وارداتو ته عدم اجازې، د حکومت لخوا یادو موټرونو ته د سټیکر نه ویشلو، د ښي لاس موټرونو اړوند د طرزالعمل د بیا کتنې او د لوړ تناژ لیږدوونکو موټرونو برخه کې شته ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د ښي لاس موټرونو واردونکو په خپل وار سره خبرې وکړې او يادې ستونزې يې د اتاق مدیره  پلاوي له لومړي مرستيال سره مطرح کړې. دوی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه وغوښتل چې د یوې معقولې حل لارې په موندلو کې له دوی سره بشپړه همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د لوړ تناژ موټرونو خاوندانو د ټولګټو وزارت له خوا د لوړ تناژ موټرونو لپاره د ترتیب شوي طرزالعمل په اړه خبرې وکړې او ویې ویل " د ټولګټو وزارت د لوړ تناژ موټرونو لپاره معین وزن ټاکلې چې د هغه وزن څخه د ډیر وزن د لیږد اجازه نه لري. موږ د ټولګټو وزارت له سرپرست څخه غواړو چې د تعین شوي وزن سربیره موږ ته د ۱۰ ټنه ډیر وزن د انتقال اجازه راکړي."

ښاغلي مهمند وویل "د ترانسپورت سکتور د هېواد یو له مهمو او سترو سکتورونو څخه دی، چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول يې لسګونه زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده."
نوموړي د يادو شويو ستونزو د تاييد په ترڅ کې د ټولګټو وزارت له سرپرست څخه وغوښتل، چې د لوړ تناژ وسايطو د طرزالعمل د بيا کتنې په برخه کې د يادو وسايطو د خاوندانو غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي محمد عیسی ثاني د لوړ تناژ موټرونو د خاوندانو د خبرو له اورېدو وروسته د یوې معقولې حل لارې د موندلو په موخه د یوې ګډې کمېټې د جوړولو اعلان وکړ او په دې برخه کې یې د ټولګټو وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.

چهارشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۴۰۲