د ځمکني مسافربري ټرانسپورټ شرکتونو او اتحادیو مسؤلینو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي سره شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هېواد سویل او لویدیځې حوزې ځمکني مسافربري ټرانسپورټ شرکتونو او اتحادیو مسؤلینو سره لیدنه ترسره او د دوی د ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د ځمکني مسافربري ټرانسپورټ شرکتونو او اتحادیو مسؤلینو وویل چې د کابل ښار کمپنۍ سیمې څخه د تم ځای انتقال د ښار یوې لرې پرتې سیمې ته چې شخصي ملکیت دی، هغو مسافرو ته چې د هېواد سویلي او لویدځو ولایتونو ته د ځمکې له لارې د سفر اراده لري، ډیر شمیر ستونزې را ولاړوي.
دوی د اتاق له مشرتابه پلاوي څخه وغوښتل چې د دوی ستونزه د اړوندو دولتي ادارو سره شریکه او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي.

ښاغلي مهمند د ځمکني مسافربري ټرانسپورټ شرکتونو او اتحادیو مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو او د دوی د ستونزو اوریدو وروسته وویل چې اتاق تل هڅه کوي چې د خصوصي شرکتونو ستونزو ته د حل لارې پیداکړي.
نوموړي ژمنه وکړه چې، پورته یاده ستونزه به د دولت له اړوندو ادارو سره شریکه او له منځه وړلو برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

چهارشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۴۰۲