د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست رئیس د ماشومانو د کار ضد مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې، د کار نړیوال سازمان (ILO) رئیس ښاغلي بهزاد، د مختلفو اتاقونو رئیسانو، د اتاق عامل پلاوي نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي، متشبثینو او د خصوصي سکتور غړو په ګډون، په کابل سټار هوټل کې د ماشومانو د کار ضد مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون وکړ او د ماشومانو د کار مخنیوي برخه کې يې د اتاق نظر څرګند کړ.
 
ښاغلی هوتک په افغانستان کې د ماشومانو د کار پای په مختلفو عواملو پورې تړلی ګڼي، چې په هغو کې د کورنیو ځواکمنتیا، د ماشومانو کورنیو ته د اوسیدو او سرپناه ځای برابرول، د مالي مرستو پروګرامونه، د روغتیا او درملنې خدمتونو وړاندې کول او خوراکي توکو ته لاسرسی شامل دي.
نوموړي د پوهاوي د زیاتولو او د ماشومانو د کار د منفي اغیزو په اړه کارګرانو او کارګمارونکو ته د پوهاوي ورکولو لپاره د تعلیمي پروګرامونو چمتو کول او جوړول اړین وبلل.

د اتاق سرپرست رئیس د ماشومانو د کار د قانون د پياوړتيا او د هغو کارګمارونکو په وړاندې د بنديزونو د زياتولو په باب چې له ماشومانو څخه کار اخلي خبرې وکړې او د دغو قوانينو د تطبيق لپاره يې د څارنې د پياوړي ميکانيزم په برابرولو باندې ټينګار وکړ.

ښاغلي هوتک په دې برخه کې نړیوالو همکاریو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه "د تجربو، مالي او تخنیکي منابعو د تبادلې په موخه د نړیوالو سازمانونو، حکومتونو، مدني بنسټونو او نورو نړیوالو ټولنو سره د همکاریو پیاوړتیا او د ماشومانو د کار د مخنیوي په برخه کې همکاري اړینه ده."

هغه د دوامداره اقتصادي ودې او د لویانو لپاره د مناسبو کاري فرصتونو رامینځته کول د ماشومانو د کار په کمولو کې اغیزمن وګڼل او د اعلاناتو، رسنیو او د ماشومانو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي له لارې د ماشومانو د کار د زیانونو په اړه د ټولنې د پوهاوي په لوړولو يې ټینګار وکړ.

دوشنبه، غبرګولي ۲۲مه، ۱۴۰۲