د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د بهرنیو چارو وزارت له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د اتاق عامل پلاوي نړیوالو اړیکو ډيپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي د بهرینو چارو وزارت مقام دفتر رئیس او د یاد وزارت اقتصادي مرستیال او قونسلګرۍ څانګې رئیس سره لیدنه ترسره، او موټر چلوونکو او سوداګرو ته د ویزو صدور برخه کې ستونزو او د مرکزي آسیا هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټ او ټرانزیټ برخه کې د هوکړه لیک پر څرنګوالي خبرې اترې وکړې.

ښاغلي هوتک د امام ابو حنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون په اړه بشپړ معلومات وړاندی کړل او د بهرنیو چارو وزارت له مشرتابه يې وغوښتل چې هغو بهرنیو سوداګرو ته چې په یاد نندارتون کې د ګډون لیوالتیا لري، د ویزې صدور لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي څو هغوی هم وکولی شي په یاد نندارتون کې ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت مسؤلینو د امام ابو حنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون جوړولو او د هېواد خصوصي سکتور ملاتړ برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې وستایلې او بهرنیو سوداګرو ته يې د ویزو صدور برخه کې د یاد وزارت د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دوشنبه، غبرګولي ۲۲مه، ۱۴۰۲