د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس موټر واردوونکو سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې، د دولت سره د اړیکو او صادراتو پراختیا ډيپارټمنټونو مسؤلینو هم حضور درلود، د ښي لاس موټر واردوونکو سوداګرو سره لیدنه ترسره او د دوی د شته ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د موټرونو واردوونکو سوداګرو د ماليې وزارت ګمرکونو معینیت د هغې کړنلارې په اړه چې، د یو کلي موټرونو واردوولو په اړه يې جوړه کړې ده وویل "د ماليې وزارت د موټرونو واردوونکو سوداګرو ستونزو په نظر کې نیولو پرته دغه کړنلاره جوړه کړې چې، د یو کلي موټرونو د واردوولو لپاره يې ډیره لنډه موده پکی ټاکلې ده چې په دغه لنډه موده کې موږ نشو کولی چې هغه پیرل شوي موټرونه هېواد ته وارد کړو."

دوی د اتاق له مشرتابه څخه وغوښتل چې د دوی ستونزې د حکومت له اړوندو ادارو سره شریکې او د حل مناسبې لارې چارې ورته پیداکړي.
ښاغلي هوتک د موټر واردوونکو سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور دی او موږ هڅه کوو چې ستاسو ستونزې د اړوندو دولتي ادارو سره شریکې او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوو."

دوشنبه، غبرګولي ۲۲مه، ۱۴۰۲