د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال په کابل کې د یوناما دفتر د پروګرامونو له مسؤلې سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په کابل کې د یوناما دفتر د پروګرامونو له مسؤلې آغلې جولیني لینکي سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره او د هېواد خصوصي سکتور ستونزو او ګډو همکاریو په اړه يې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د یوناما دفتر مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو او د دغه دفتر له بشري مرستو څخه د مننې په ترڅ کې، د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې پرتو ستونزو او ننګونو، د پانګونې د جلبولو، د افغان سوداګرو د بندو پیسو د خلاصون، د زیربناوو په جوړولو کې د مرستو جلبولو، د ویزو د نه ورکړې، د سیمې هېوادونو ته د سوداګرو د پیسو د لېږد لپاره د بانکي اسانتیاوو د نشتوالي او نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د یوناما دفتر له مسؤلینو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

آغلې جولیني لینکي د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د خبرو له اورېدو وروسته، د پورتنیو ستونزو د حل په موخه د دا ډول غونډو جوړول مهم وګڼل او د هېواد خصوصي سکتور غړو سره يې د یوناما دفتر د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دوشنبه، غبرګولي ۲۲مه، ۱۴۰۲