د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست د کار نړیوال سازمان (ILO) له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې، د اتاق د نړیوالو اړیکو او دولت سره د اړیکو ډیپارټمنټونو مسؤلینو هم حضور درلود، د کار نړیوال سازمان له رئیس ښاغلي بهزاد سره لیدنه ترسره او په افغانستان کې يې د ماشومانو د سخت کار مخنیوي په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي بهزاد د ماشومانو سخت کار کول د کار نړیوال سازمان د اصولو او قوانینو خلاف کار وباله او د ماشومانو سخت کار کولو مخنیوي برخه کې يې د کار نړیوال سازمان سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هر اړخیزه همکاري اړینه وبلله.
سربیره پردی، ښاغلي بهزاد په مرکز او ولایتونو کې د ماشومانو سخت کار کولو مخنیوي په موخه د عامه پوهاي کنفرانسونو او سیمینارونو جوړولو برخه کې د کار نړیوال سازمان لیوالتیا څرګنده کړه.

ښاغلي هوتک ښاغلي بهزاد او ورسره ټیم ته د ښه راغلاست ویلو او د اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د مفصلو معلوماتو ورکولو ترڅنګ وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد خصوصي سکتور رسمي استازیتوب کوي او تل يې هڅه کړې چي خلکو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو ترڅنګ، د ماشومانو د سخت کار مخنیوي برخه کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي."
سربیره پردی، ښاغلي هوتک د ماشومانو سخت کار کولو مخنیوي په موخه د عامه پوهاي ګډو کنفرانسونو او سیمینارونو جوړولو برخه کې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.

دوشنبه، غبرګولي ۲۲مه، ۱۴۰۲