د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د بلخ ولایت خوراکي توکو واردوونکو سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د بلخ ولایت خوراکي توکو واردوونکو سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

سوداګرو د خوراکي توکو د مالیاتو څیړنه، د ماليې وزارت لخوا د نوی کړنلارې رامنځته کیدل، د وزن لیږدوونکو ګاډو د تناژ کموالی، د مالیاتو نوي سیستم رامنځته کیدل او یو شمیر نور مسایل د اتاق له مشرتابه سره شریک او د خپلو ستونزو حل برخه کې يې د اتاق د مشرتابه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د خوراکي توکو واردوونکو ته د ښه راغلاست ویلو او د دوی د ستونزو اوریدو وروسته وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولو سوداګرو ګډ کور دی او موږ ژمنه کوو چې ستاسو ستونزې د اړوندو دولتي ادارو سره شریکې او د حل مناسبې لارې ورته ولټوو."

یکشنبه، غبرګولي ۲۱مه، ۱۴۰۲