د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د د زدکړو او خوړو نړیوالې ادارې (NEI) د پروګرامونو له مسؤل سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي په داسی حال کې چې د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د صادراتو پراختیا او د دولت سره د اړیکو ډیپارټمنټونو مسؤلینو هم حضور درلود، د NEI ادارې د پروګرامونو له مسؤل ښاغلي نثار احمد سره لیدنه ترسره او د ګډو همکاریو په اړه يې خبرې وکړې.

ښاغلي الکوزي د کارموندنې، د صادراتو د ودې، د صادراتي توکو د پروسس شرکتونو کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو، د کوچنیو متشبثینو د پېژندنې او نور اړوند مسایل بنسټیزې اړتیاوې وبللې او په دی برخه کې يې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي نثار احمد له NEI ادارې سره د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ څخه د مننې په ترڅ کې، د اتاق له مشرتابه څخه وغوښتل چې د ښځینه متشبثینو او د کوچنیو او متوسطو متشبثینو په پیژندنه کې دې له دې ادارې سره همکاري وکړي، ترڅو NEI وکولای شي دوی ته د سوداګرۍ برخه کې مالي امکانات برابر کړي.

ښاغلي میرویس هوتک ښاغلي نثار احمد او ورسره ملګري ټیم ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د اتاق د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د NEI ادارې ترمنځ باید د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شي تر څو وکولای شو د سوداګرۍ بهیر ګړندی کولو ترڅنګ، د کوچنیو او متوسطو متشبثینو ملاتړ وکړو او په نورو مواردو کې هم اغیزمن ګامونه پورته کړو.

چهارشنبه، غبرګولي ۱۷مه، ۱۴۰۲