د ټرانزیت ملي کمېټې پنځمه ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي، د اړوندو حکومتي ادارو مرستیالانو او رئیسانو او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو هم حضور درلود، د ټرانزیت ملي کمېټې پنځمه ناسته کې چې، د سوداګرۍ او صنعت وزارت په انګړ کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.

ښاغلي نورالدین عزیزي ټولو حضوري او آنلاین ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د بهرنیو چارو وزارت لخوا د سون توکو او اوبلن ګاز ټرانزیټ لپاره جوړه شوې طرحې په اړه مفصل معلومات وړاندی کړل.

ښاغلي مهمند د افغانستان له لارې د سیمې هېوادونو ته د سون توکو او اوبلن ګاز ټرانزیټ د هېواد د عوایدو زیاتوالي برخه کې مهم وباله او یاده چاره يې د هېواد په سرحدي پولو کې د اوبلن ګاز او سون توکو زخیرو جوړولو او ټرانسپورت برخه کې د پانګونې لپاره ښه فرصت په توګه یاد کړ.

شنبه، غبرګولي ۱۳مه، ۱۴۰۲