د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د حکومت لوړ پوړو چارواکو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د حکومتي چارواکو سره د ښي لاس موټرونو واردوونکو ستونزو شریکولو په موخه، یوه ناسته جوړه کړه چې، د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي، د ماليې وزارت د ګمرکونو معین ښاغلي سعید، د اتاق د مدیره پلاوي درالإنشاء رئيس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او د ښي لاس موټرونو واردوونکو یو شمیر سوداګرو پکی ګډون درلود.

ښاغلي مهمند ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو او د ښي لاس موټرونو واردوونکو سوداګرو ستونزو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ زیاته کړه "د ۳۵ کلونو راهیسې د ښي لاس موټرونه فعالیت لري او په لس ګونه زره خلکو ته يې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړیده."

ښاغلي مهمند د ښي لاس موټرونو واردولو او د سټیکر ویشلو مودې اوږدولو غوښتنه وکړه او یاده چاره يې د سوداګرو او پانګوالو ملاتړ وباله.

ښاغلي عزیزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د موټر واردوونکو سوداګرو له خبرو اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې یاده ستونزه به د حکومت د اړوندو ادارو سره شریکه او د حل په برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

یکشنبه، غبرګولي ۱۴مه، ۱۴۰۲