د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال او کفیل سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د صرافانو سرتاسري اتحاديې رئیس ښاغلي حاجي بهرام او د ډیر وزن لیږدوونکو وسایطو یو شمیر څښتنانو يې ملتیا کوله د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال او کفیل ښاغلي مولوي محمد کبیر سره لیدنه ترسره او د ډیر وزن لږدوونکو وسایطو ستونزو، په خوست ولایت کې د سرطاني ناروغیو ضد روغتون جوړولو او د صادراتو ډیروالي په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

ښاغلي مهمند په تیرو څو میاشتو کې د هېواد د صادراتو زیاتوالي په اړه د معلوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، په خوست ولایت کې د سرطاني ناروغیو ضد روغتون جوړولو برخه کې د رامنځته شویو پرمختګونو یادونه وکړه او د ریاست الوزرا له سرپرست يې وغوښتل چې ددی عام المنفعه پروژې څخه ملاتړ وکړي.

ښاغلي مهمند د ډیر وزن لیږدوونکو وسایطو ټراسپورټي ستونزې د فهم وړ بللو ترڅنګ، د حکومت د ټولګټو وزارت لخوا د ډیر وزن انتقال برخه کې د رامنځته شوې طرحې په تعدیل او سمونو ټینګار وکړ او په دی برخه کې يې د ریاست الوزرا د همکارۍ او مرستې غوښتنه وکړه.

ښاغلي مولوي محمد کبیر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او په ناسته کې د ګډون کوونکو د خبرو له اوریدو وروسته پریکړه وکړه چې، د ټولګټو وزارت، د ټرانسپورټ وزارت او د ډیر وزن لیږدوونکو وسایطو څښتنانو څخه دی یو ګډ پلاوی جوړ کړی شي څو رامنځته شوې ستونزې ته مشروع حل لاره پیداکړي.

په دی ناسته کې د هېواد د صرافانو سرتاسري اتحاديې رئیس او یو شمیر موټر لرونکو د ناستې ګډونوالو په استازولۍ خبرې وکړې او د حکومت له مشرتابه سره يې خپلې ستونزې شریکې کړې.

شنبه، غبرګولي ۱۳مه، ۱۴۰۲