د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان لپاره د قطر سفارت له سرپرست سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي د دارلإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او احمد شکیب احمدیار يې ملتیا کوله د افغانستان لپاره د قطر سفارت له سرپرست ښاغلي سید ابن المبارک سره په کابل سرینا هوټل کې لیدنه ترسره او د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا په اړه يې خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي المبارک او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو او د اتاق د فعالیتونو په اړه د مفصلو معلوماتو ورکولو ترڅنګ، په هېواد کې د اداري فساد نه شتون، ټولیز امنیت شتون او د کوکنارو عدم کرکیله د پانګونې لپاره یو ښه فرصت وباله او د قطر سفارت له سرپرست يې وغوښتل چې قطري سوداګر په هېواد کې د بیخبنسټونو جوړولو، د کرنې میکانیزه کولو، امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون او دواړو هېوادونو سوداګرۍ پراختیا لپاره وهڅوي.
 
د اتاق مدیره پلاوي لومړی مرستیال د سوداګرو د پیسو بندېدل، د ویزو د ورکړې د اسانتیاوو نشتوالی، د سیمې هېوادونو ته د سوداګرو د پیسو د لېږد لپاره د بانکي اسانتیاوو نشتوالی او نورې اړوندې ستونزې یې عمده ستونزې وبللې او په دې برخه کې يې له ښاغلي المبارک څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د قطر د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ترمنځ د همکاریو د تفاهم لیک په لاسلیکولو ټینګار وکړ.

ښاغلي المبارک د دغې ناستې د جوړولو له امله د اتاق له مشرتابه مننه وکړه او دا ډول ناستې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پانګونې او د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره اړینې وبللې او ګډې پانګونې، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د امام ابو حنیفه (رح) په دویم ملي او نړیوال نندارتون کې د سوداګرو د ګډون برخه کې يې د خپلو هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

شنبه، غبرګولي ۱۳مه، ۱۴۰۲