د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د موټرونو واردوونکو سوداګرو ستونزې واوریدې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي هم حضور درلود، د موټرونو واردوونکو سوداګرو سره لیدنه ترسره او د دوی د ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د موټرونو واردوونکو سوداګرو د ماليې وزارت ګمرکونو معینیت د هغې کړنلارې په اړه چې، د یو کلي موټرونو واردوولو په اړه يې جوړه کړې ده وویل "د ماليې وزارت د موټرونو واردوونکو سوداګرو ستونزو په نظر کې نیولو پرته دغه کړنلاره جوړه کړې چې، د یو کلي موټرونو د واردوولو لپاره يې ډیره لنډه موده پکی ټاکلې ده چې په دغه لنډه موده کې موږ نشو کولی چې هغه پیرل شوي موټرونه هېواد ته وارد کړو."
دوی د اتاق له مشرتابه څخه وغوښتل چې د دوی ستونزې د حکومت له اړوندو ادارو سره شریکې او د حل مناسبې لارې چارې ورته پیداکړي.

ښاغلي مهمند د موټرونو واردوونکو سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د یوه نظام د مالیاتو وده په وارداتو په ځانګړې توګه د موټرونو په وارداتو پوری تړلې وبلله او ډاډ يې ورکړ چې د دوی ستونزه به د ماليې وزارت د ګمرکونو له معینیت سره شریکه او د حل لاره به ورته ولټوي.

شنبه، غبرګولي ۱۳مه، ۱۴۰۲