د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ټولګټو وزارت له سرپرست سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د سویلي ولایتونو سوداګرو هم حضور درلود، د ټولګټو وزارت له سرپرست ښاغلي الحاج محمد عیسی اخندزاده سره لیدنه ترسره، او د ټرانسپورټ اړوند ستونزو په اړه یې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د هېواد د لویو لارو ویجاړې، د تناژ ټیټه کچه، د ځینو ټرانسپورټي شرکتونو عدم فعالیت او ددی سکتور یو شمیر نورې اړوندې ستونزې د سوداګرو او ټرانسپورټي شرکتونو لپاره د سترو ننګونو په توګه یادې کړې او په یادو ننګونو د لاسبري ترلاسه کولو برخه کې یې د ښاغلي آخندازاده د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند ښاغلي آخندزاده ته د هېواد لویو لارو په ځانګړې توګه د سالنګ لويې لارې بیارغونې په موخه د سترو شرکتونو د معرفي کولو ډاډ ورکړ.

ښاغلي آخندزاده د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال او د سویلي ولایتونو سوداګرو ته د ښه راغلاست او د سترو شرکتونو معرفي کولو برخه کې د ښاغلي مهمند د هر اړخیزې همکارۍ ستایلو ترڅنګ، ژمنه وکړه چې، د پورته یادو ستونزو حل برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

سه شنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۴۰۲