د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان درملو اتحاديې مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي هم حضور درلود د افغانستان درملو اتحادیې له رئیس ښاغلي اسدالله کاکړ او د درملو یو شمیر واردوونکو سوداګرو سره لیدنه ترسره، او د درملو لپاره د عامې روغتیا کړنلارې په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي کاکړ د عامې روغتیا وزارت لخوا په جوړه شوې کړنلاره کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د درملو اتحادیې سوداګرو وړاندیزونه او طرحې د اتاق مشرتابه پلاوي ته قرائت او په دی برخه کې يې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د درملو اتحاديې مسؤلینو ته د ښه راغلاست او درملیزو خدماتو معیاري کولو برخه کې د دوی هڅو ستایلو ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې او وړاندیزونه به د اړوندو حکومتي چارواکو سره شریکې او د حل په برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

سه شنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۴۰۲