د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د نړیوالې سوداګرۍ پراختیا لپاره د چین قونسلګرۍ (CCPIT) رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق عامل پلاوي د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي په ملتیا د نړیوالې سوداګرۍ پراختیا لپاره د چین قونسلګرۍ (CCPIT) رئیس ښاغلي ژو جیو سره آنلاین ناسته ترسره او په چین کې د راتلونکې سوداګریزې ناسته کې د ګډون څرنګوالي په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند چین د افغانستان د سوداګرۍ عمده شریک وباله او د ښاغلي ژوجیو څخه یې وغوښتل چې، د چین هېواد پانګوال په افغانستان کې د پانګونې لپاره وهڅوي.
سربیره پردی، د افغانستان اوسنی وضعیت يې د پانګونې لپاره مساعد وګڼه او د کرنې میکانیزه کیدو، صنعت، ټرانزیټ او کانونو استخراج برخه کې يې د داوړ هېوادونو پانګوالو د ګډې پانګونې غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او (CCPIT) ترمنځ د هوکړه لیک پر لاسلیک د ټینګار کولو ترڅنګ، او په چین کې جوړیدونکې ناستې کې د افغان سوداګریز پلاوي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به يې مشري کوي د ګډون ډاډ ورکړ.

د (CCPIT) رئیس په چین کې د جوړیدونکې سوداګریزې ناستې په اړه مفصل معلومات وړاندی او په یاده ناسته کې يې د افغان پلاوي د ګډون غوښتنه وکړه.
نوموړي ژمنه وکړه چې افغان سوداګر د سوداګریز پیوستون کنفرانسونو له لارې د چینايي سیالانو سره وصل او د سوداګرۍ او پانګونې بهیر ګړندی کړي.

پنجشنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۴۰۲