د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان لپاره د اندونیزیا بشردوستانه مرستو ماموریت مسؤل او سلاکار وزیر سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د اتاق مدیره پلاوي د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، احمد فواد دوست، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او ضیاءالدین اچکزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک هم حضور درلود، د افغانستان لپاره د اندونیزیا بشردوستانه مرستو ماموریت مسؤل او سلاکار وزیر ښاغلي بودي رحمت سوریا سپوترا سره لیدنه ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا په اړه يې خبرې اترې وکړې.
 
دغه غونډه چې د کابل په شهرنو کې د مدیره پلاوي په دفتر کې جوړه شوې وه، ښاغلي مهمند ښاغلي سوریا او د هغه ټیم ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د هېواد امنیت، د اداري فساد نه شتون او د کوکنارو د کښت نه شتون په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصت وباله او له ښاغلي سوریا څخه یې وغوښتل چې د اندونیزیا لوی سوداګر وهڅوي چې په افغانستان کې د کرنې میکانیزه کیدو، کانونو استخراج، صنعتي ودې او په لویو زیربنایي پروژو کې پانګونه وکړي.

د مدیره پلاوي لومړي مرستيال د ويزو د ورکړې د اسانتياوو رامنځته کول، په هېواد کې د معياري پوهنتونونو جوړول، اندونيزيا ته د افغاني سوداګریزو توکو د صادراتو لپاره د اسانتياوو رامنځته کول، د افغانستان او اندونيزيا ترمنځ د هوايي کارګو رامنځته کول د سوداګرو د پيسو لېږد او يو شمیر نور اړوند مسایل يې بسټیزې اړتیاوې وبللې او په دی برخه کې یې د افغانستان لپاره د اندونیزیا بشردوستانه مرستو ماموریت مسؤل د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.  

ښاغلي مهمند د امام ابوحنيفه (رح) د لومړي نندارتون په اړه چې د اتاق لخوا جوړ شوى و، معلوماتو ورکولو ترڅنګ، زیاته کړه "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په پلان کې لري چې د روان لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۵ نېټه د امام ابوحنیفه (رح) دویم نړیوال نندارتون د ۷ ورځو لپاره جوړ کړي او په خورا درناوي په دغه ستر نندارتون کې د ګډون لپاره د اندونيزيا د سوداګرو او پانګوالو د هڅولو په برخه کې د ښاغلي سيپوترا د همکارۍ غوښتنه وکړه."


په دې کتنه کې د اتاق د مشرتابه پلاوي نورو غړو هم د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو او سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې او له اندونیزیا او نورو هېوادونو سره یې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو نندارتونونو او کنفرانسونو په څېر د ګډو سوداګریزو پروګرامونو د پیلولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي سپوترا د اتاق د مشرتابه پلاوي څخه ددې غونډې د جوړولو په پار مننه وکړه او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا برخه کې يې د خپل هېواد لیوالتیا څرکندولو ترڅنګ، په افغانستان کې د پانګونې، نندارتونونو کې د ګډون او د سوداګرو لپاره د ویزو صدور برخه کې يې د اندونیزیايې شرکتونو د هڅونې ډاډ ورکړ.  

په دې لیدنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختيا، د دوامدارو اړيکو پر ټينګښت او د ګډو اقتصادي پروګرامونو پر پيلولو ټينګار وکړ.

پنجشنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۴۰۲