د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال کابل – ارومچي الوتنو بیا پیل مراسمو او خبري کنفرانس کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په هغه خبري کنفرانس او مراسمو کې چې، د کابل – ارومچي الوتنو بیا پیل په پار جوړ شوی وه د ګډون کولو ترڅنګ، د ټرانسپورټ او هوايي چلند مشرتابه او د آریان افغان هوايي شرکت بی سارې هلې ځلې وستایلې او د خصوصي سکتور صادراتي توکو انتقال برخه کې يې د هوايي ډګر مسؤلینو هر اړخیزو خدماتو او ښه مدیریت مننه وکړه.

ښاغلي مهمند د آریانا افغان هوايي شرکت د ملي شرکت په توګه یاد کړ او په تېرو دوو کلونو کې یې د بېلابېلو محدودیتونو سره سره د دغه شرکت د ۲۴ ساعته خدمتونو د وړاندې کولو له امله مننه او قدرداني وکړه او ټینګار يې وکړ چې د هېواد صادراتي توکو انتقال لپاره له یاد شرکت څخه ګټه پورته کړی شي.

د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستيال د چين د سفارت له خوا افغان سوداګرو ته د ويزې د ورکړې په برخه کې د اسانتياوو د رامنځته کولو او د مثبتو بدلونونو د هرکلي په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د بهير د چټکتيا په اړه خبرې وکړې او د چین له سفارت يې وغوښتل چې د افغان سوداګرو ته د ویزو صدور پروسه چټکه کړي څو چین ته د نورو صادراتي توکو ترڅنګ د شکرپارې، ریحان او تخم آب ګردان صادرات هم زیات هم شي.

ښاغلي مهمند د چین سفارت له مسؤلینو وغوښتل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د چین د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شي تر څو د سوداګریزو اړیکو د ښه والي لپاره زمینه برابره شي.
نوموړي د هېواد سوداګرو ته د اړوندو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت د مشرتابه او نورو اړوندو بنسټونو د هڅو ستاینه کوله او د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانانو د کنګل شویو پیسو د خلاصون غوښتنه يې وکړه او د لویو پروژو په تطبیق کې یې د هیوادوالو په ګډو هڅو ټینګار وکړ.

د چین سوداګریزې آتشې افغان سوداګرو ته د ویزو ورکولو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو په غښتلتیا او پراختیا ټینګار وکړ.

چهارشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۴۰۲