د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ټرانسپورټي شرکتونو اتحاديې سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس په داسی حال کې چې د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي او د ټرانسپورټ کمېټې رئیس ښاغلي فواد احمد دوست، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او خان جان الکوزي او د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک هم حضور درلود، د ټرانسپورټي شرکتونو اتحاديې له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه او د هېواد د لویو لارو بیارغونې په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د هغه میکانیزم په اړه چې د ټولګټو وزارت لخوا د لویو لارو بیارغونې په اړه جوړ شوی دی د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، وویل "د ټولګټو وزارت په پام کې لري چې د ټرانسپورټي وسایطو څخه د حق العبور په ترلاسه کولو سره د هېواد لويې لارې ترمیم کړي."

ښاغلي مهمند د ټولو ټرانسپورټي شرکتونو څخه وغوښتل چې د ټولګټو وزارت د میکانیزم له عملي کیدو مخکې، خپلې ستونزې او وړاندیزونه په لیکلې بڼه د اتاق مسؤلینو ته وسپاري څو اتاق ورته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.

د ټرانسپورټي شرکتونو اتحادیې مسؤلینو د هېواد لویو لارو بیارغونې په موخه د ټولګټو وزارت د میکانیزم ملاتړ وکړ.

یکشنبه، غويي ۳۱مه، ۱۴۰۲