د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د مالیاتو د کمښت په پار د حکومت له وروستي فرمان هرکلی وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو او د خصوصي سکتور استازو او د ماليې وزارت ترمنځ د مالیاتو د قوانینو تعدیل په اړه د جوړو شویو ناستو په پایله کې، د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه لخوا یو فرمان توشیح شو چې، د خصوصي سکتور د مالیاتو د کمښت څرګندونه کوي.
له همدی امله، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مطبوعاتي کنفرانس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک، یو شمیر سوداګرو او د مختلفو اتحادیو رئیسانو په حضور کې جوړ او په مالیاتو کې د کمښت په اړه يې د افغانستان اسلامي امارت محترم مشرتابه فرمان هرکلی وکړ.

ښاغلي مهمند د یاد فرمان او په مالیاتو کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کیدل وستایل او مالیاتي تاديې يې د حکومتدارۍ یو عمده شاخص وباله. نوموړي له ټولو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د ماليې په خپل وخت سره تادیه کړي او د هېواد په آبادۍ او اقتصادي وده کې فعاله ونډه واخلي.

ښاغلي مهمند د ماليې د څیړنې او ارزونې کمېټې په اړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق غړو او د حکومت سکتوري وزارتونو لوړ پوړو چارواکو څخه جوړه شوې ده خبر ورکړ او زیاته يې کړه "د مالیاتي تادیو برخه کې شته ستونزو په نظر کې نیولو سره، یاده کمېټه به هڅه وکړي چې د خصوصي سکتور سره په همکارۍ هر اړخیزې طرحې جوړې کړي څو د مالیې ورکړې پروسه کې آسانتیاوې لا پسې زیاتې کړي."
   
ښاغلي خان جان الکوزي د هېواد له صنعتکارانو او تولیدونکو وغوښتل چې د خپلو مالیاتو د پام وړ کموالي په پام کې نیولو سره د باکیفیته توکو تولید ته ډېره پاملرنه وکړي. نوموړي د مالیاتو او د هغې د ورکړې برخه کې د سوداګرو ستونزې او ننګونې د پوهاوي وړ وبللې او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د وخت له ضایع کېدو او زیاتو ستونزو د مخنیوي په خاطر دې پر وارداتي توکو مالیه په یو وخت محاسبه کړي.

یکشنبه، غويي ۳۱مه، ۱۴۰۲