د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست د Roots of Peace ادارې د پروژو له مسؤل سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې د عامه اړیکو، نړیوالو اړیکو او سوداګرۍ پراختیا ډیپارټمنټونو مسؤلینو هم حضور درلود د Roots of Peace ادارې د پروژو له مسؤل ښاغلي اندریو فلیپ سره لیدنه ترسره، او د سوداګرۍ برخه کې ستونزو او سوداګرۍ اړوند نورو مسایلو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي هوتک د اتاق د فعالیتونو، لاسته راوړنو، غړیتوب او په ولایتونو کې د استازولیو په اړه د بشپړو معلوماتو ورکولو ترڅنګ زیاته کړه "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل هڅه کړې چې سوداګرو او پانګوالو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي."

ښاغلي هوتک د کرنې په برخه کې د ماشینرۍ نه شتون، د سړو خونو نه شتون، د محصولاتو انتقال برخه کې ستونزې او اړوند نور مسایل د عمده ستونزو په توګه یاد کړل او په دی برخه کې يې د اندریو فلیپ د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي اندریو فلیپ د ښاغلي هوتک لخوا د ستونزو او وړاندیزونو اوریدو وروسته، د کوچنیو او منځنیو پروژو پیل برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

چهارشنبه، غويي ۲۷مه، ۱۴۰۲