د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان مشرتابه دفتر څارنې او تعقیب له عمومي رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي، عصمت الله وردګ او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د غزني اتاق رئیس او مرکزي اتاق څارنې پلاوي منشي، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست ښاغلي احمد شاه حکیمي، د کابل اتاق مرستیال ښاغلي همایون خواجه زاده او د جوزجان اتاق رئیس ښاغلي یولبرس عطايي هم حضور درلود، د افغانستان مشرتابه دفتر څارنې او تعقیب له عمومي رئیس ښاغلي احمد بلال آخندزاده سره لیدنه ترسره، د سوداګرو او پانګوالو ستونزو، زیربنايي پروژو تطبیق او په دی برخه کې په ننګونو برلاسي حاصولو په موخه خبرې اترې وکړې.

د مدیره پلاوي لومړي مرستیال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته د ښاغلي احمد بلال آخندزاده راتګ نیک وباله او د حکومت مشرتابه ته د خصوصي سکتور ستونزو لیږد برخه کې يې د دوی بی سارې هڅې وستایلې.

ښاغلي مهمند د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې د بانکونو رول مهم وباله او د حکومت له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د هېواد د خصوصي سکتور له غړو سره د بانکي خدمتونو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو او د بانکي زیرمو په وړاندې کولو کې همکاري وکړي. هغه د هېواد د روغتيايي سکټور د ماليې د ستونزو د هواري لپاره د يوه پلان د جوړولو يادونه وکړه او د هېواد د خصوصي روغتونونو د ماليې په برخه کې يې د تعديل غوښتنه وکړه.

د اتاق مشرتابه پلاوي خپلې ستونزې لکه: په جوزجان کې د کلفت بندر د احیا، په جوزجان ولایت کې د صنعتي پارک جوړول، د دغه ولایت د نفتي توکو په واردولو کې ستونزې، د زیربنایي پروژو د تطبیق، د کانونو استخراج او په دې برخه کې د یوه واضح میکانیزم رامنځته کول، په کابل کې د سوداګرۍ اتاق د ۱۸ پوړیزې پروژې بیا پیل، د اوسپنې ویلو کولو اتحادیې ستونزې او د هېواد څخه دباندی د سوداګرو او پانګوالو پیسو انتقال او یو شمیر نور مسایل له ښاغلي احمد بلال اخندزاده سره شریک کړل او د هغه د جدي پاملرنې او د حکومت مشرتابه ته یې د سپارلو غوښتنه وکړه.

ښاغلي احمد بلال اخندزاده د اتاق مشرتابه پلاوي د خبرو له اورېدو وروسته د هېواد له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په برخه کې د دوی پرله پسې هڅې وستایلې او حکومت يې د سوداګرو او پانګوالو خدمت ته ژمن وباله او ډاډ يې ورکړ چې پورته یادې ستونزې به د حکومت له مشرتابه سره شریکې کړي.

چهارشنبه، غويي ۲۷مه، ۱۴۰۲