د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ماليې وزارت د ګمرکونو معینیت له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي عصمت الله وردګ، د غزني اتاق رئیس او د مرکزي اتاق د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د بطریو تولیدوونکو او صادروونکو سوداګرو هم حضور درلود، د ماليې وزارت د ګمرکونو معینیت له مسؤلینو سره لیدنه ترسره او د صادراتي مستعملو بطریو تعرفې بیې ټاکلو په اړه يې خبرې اترې وکړې.   

ښاغلي مهمند د کورنیو تولیداتو په ځانګړي ډول د بطریو د تولید په برخه کې د خپل ملاتړ څرګندولو ترڅنګ، په هېواد کې یې د بطریو د تولید د کیفیت او ظرفیت په لوړولو ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند په بازار کې د دغه محصول د تقاضا په پوره کولو کې د بطریو سوداګرو رول مهم وباله او د ګمرکونو وزارت له مسوولینو یې وغوښتل چې د ګمرکي تعرفې د مناسبې کچې په ټاکلو کې توازن رامنځته کړي، څو له یوې خوا سوداګر په دی برخه کې پانګونې ته وهڅول شي او له بلې خوا د استهلاک شویو بطریو سوداګر وکولی شي د مناسبې تعرفې په پریکولو سره خپلو صادراتو ته دوام ورکړي.  

د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال د اتاق هغه میکانیزم په اړه چې د بطریو سرب صادروونکو لپاره په کې لازمې آسانتیاوې ځای پر ځای شوي دي، معلوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، زیاته کړه "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د بطریو تولیدوونکو او صادروونکو سره په جلا جلا ناستو کې د استهلاک شویو بطریو سرب باندی په لوړې تعرفې ټنیګار وکړ.

د مالیې وزارت د ګمرکونو معینیت مسوولینو د اتاق د مشرتابه پلاوي، صادروونکو او په کور دننه بطریو تولیدونکو د خبرو له اورېدو وروسته د کورنیو تولیدونکو او سوداګرو د ګډې کمېټې لخوا ټاکل شویو نرخونو سره موافقه څرګنده کړه.

چهارشنبه، غويي ۲۷مه، ۱۴۰۲