د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د (آبادي) پروژو له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک او د اتاق عامل پلاوي ځینو ډیپارټمنټونو مسؤلینو هم حضور درلود، د آبادي پروژو له مسؤل ښاغلي فیروز سید جواجه یوف سره لیدنه ترسره او د هېواد د خصوصي سکتور ننګونو او ګډو همکاریو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند ښاغلي خواجه یوف او ورسره ملګري ټیم ته د ښه راغلاست ویلو او د هیواد د خصوصي سکتور د فعالیتونو پر وړاندې یو لړ ننګونو ته د اشارې کولو ترڅنګ، د هېواد د خصوصي سکتور په ځانګړي ډول د ودانیو سکتور، د تولیداتو سکتور، د ښځینه متشبثینو د فعالیتونو او د زیربنایي پروژو د تطبیق په برخه کې چې هېوادوالو ته د کار زمینه برابروي، د آبادي پروژو د مسوولینو ملاتړ مهم وباله او د خصوصي سکتور رغښت او سوداګرۍ ودې برخه کې يې د ګډې همکارۍ غوښتنه وکړه.  

ښاغلي میرویس هوتک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مخینې او فعالیتونو په اړه د معلوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، او د پروګرامونو تطبیق او په لاره اچولو برخه کې يې د آبادي پروژو مسؤلینو همکاري ګټوره وبلله.
ښاغلي هوتک هغو کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ته چې مالي ملاتړ ته اړتیا لري په ځانګړې توګه ښځینه متشبثینو ته د یادې ادارې د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.

ښاغلي خواجه یوف د سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ، په شته ننګونو د برلاسي حاصلولو او پانګونو جلب برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د وړاندیزونو او نظرونو اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې ورته ناستو ته به دوام ورکوي او اتاق سره د ګډ کار کولو په ترڅ کې به شته ستونزو ته د مناسبو حل لارو پیداکولو، سوداګرۍ ودې او د خصوصي سکتور ملاتړ برخه کې همکاري وکړي.

سه شنبه، غويي ۲۶مه، ۱۴۰۲