د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د بطریو تولیدوونکو او سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي عصمت الله وردګ، د غزني اتاق رئیس او مرکزي اتاق څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک هم حضور درلود، د بطریو تولیدوونکو او سوداګرو سره لیدنه ترسره او په بطریو د صادراتي تعرفې لوړوالي او شته ننګونو يې خبرې اترې وکړې.

د بطریو تولیدوونکو او صادروونکو په زړو بطریو د ګمرکي تعرفې لوړوالی، ګاونډیو هېوادونو ته د بطریو قاچاق، په تولیدي برخه کې د حکومت نه پاملرنه، د بطریو لپاره د اومه موادو نه برابرونه، د وطني بطریو نه محصول کیدنه، د بطریو بیو نه کنترول او یو شمیر نور مسایل د خپلو عمده ستونزو په توګه یاد کړل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي څخه يې وغوښتل چې په دی برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند د بطریو تولیدوونکو او صادروونکو ته د ښه راغلاست ویلو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور بللو ترڅنګ زیاته کړه "اتاق تل د هېواد د سوداګرو او پانګوالو له مشروع ګټو دفاع او د هېواد د خصوصي سکتور ملاتړ کړی دی."

ښاغلي مهمند د نړۍ او سیمې هېوادونو ته د هېواد د سوداګریزو توکو صدور انوایس برخه کې د اتاق لخوا رامنځته شوي میکانیزم په اړه معلومات وړاندی او د خصوصي سکتور ملاتړ برخه کې يې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي وردګ او ښاغلي قلندري د هېواد اقتصادي څرخ په خصوصي سکتور پوری تړلی وباله او د ټولو سوداګرو او پانګوالو په اتفاق او اتحاد يې ټینګار وکړ.

دوشنبه، غويي ۲۵مه، ۱۴۰۲