د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ماليې وزارت عوایدو عمومي رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، ذکریا بریالي او ضیاءالدین اچکزي، د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک، د اوبلن ګاز او تیلو، ودانیو او خوراکي توکو اتحادیو مسؤلینو، د هېواد سوداګرو او پانګوالو په حضور کې د مالیې وزارت عمومي عوایدو رئیس ښاغلي مولوي مشفق او د ماليې وزارت د حقوقو عمومي رئیس ښاغلي صدیق صدیقي سره لیدنه ترسره او د هېواد خصوصي سکتور لپاره د مالیاتي آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د مالیې وزارت مسؤلینو او د دې ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه "مالیه یو اصل دی او د یو هیواد اقتصادي وده په مالیاتو پورې اړه لري."
نوموړي د هېواد له ټولو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې په خپل وخت مالیه ورکړي.

ورپسې د اتحادیو مسؤلینو د درې میاشتنۍ او کلنۍ ثابتې مالیې د نه ثبات، د مالیاتو د سیستم پیچلتیا، د بشپړو شویو پروژو د پیسو د نه ورکړې، د بانکي حسابونو د بندیدو او ثابتې ماليې نه پلي کیدو په اړه خپلې ستونزې د ښاغلي مشفق او ماليې وزارت له مسؤلینو سره مطرح کړې او په دې برخه کې یې د مالیې وزارت د عوایدو له عمومي ریاست څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مولوي مشفق د هېواد د سوداګرو او د بېلابېلو اتحادیو د ستونزو له اورېدو وروسته د مالیې په ورکړه، د کارموندنې او له دولت سره د ملاتړ په برخه کې د خصوصي سکتور د رول ستاینه وکړه او د خصوصي سکتور لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي برهان د نظام ثبات د خصوصي سکتور په وده پورې تړلی وباله او د هیواد د خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د ودانیو سکتور لپاره یې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کول اړین وبلل.

یکشنبه، غويي ۲۴مه، ۱۴۰۲