د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د مفید ګروپ هوايي کارګو په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ

د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د کابل هوايي ډګر رئیس ښاغلي مولوي عبدالهادي، د اتاق ستر سلاکار ښاغلي حبیب جان عزیزي، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو او د هېواد سوداګرو او پانګوالو په حضور کې، د مفید ګروپ هوايي کارګو پرانیستله.

ښاغلي مهمند د کارګو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل "نن سبا په ټوله نړۍ کې کارګو په دومره پراخه کچه کارول کیږي چې د نړۍ له دې لارې د لیږد رالیږد کارولو پرته تصور نشي کیدای. ډیری دولتونه، شرکتونه، افراد او اشخاص د کارګو کارولو پرته له لوی زیان سره مخ دي، له همدې امله دا طریقه د ترانسپورت د ګړندۍ لارې په توګه خورا مهمه ده.

ښاغلي مهمند له اړوندو دولتي چارواکو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او صنعت له سرپرست وزیر څخه وغوښتل، چې د خصوصي سکتور بشپړ ملاتړ وکړي، تر څو سوداګر او پانګوال د هېواد په وده او پرمختګ کې د پام وړ رول ولوبوي.

د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال په دې برخه کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او له مفید ګروپ څخه یې وغوښتل چې د افغان حکومت د قوانینو او پالیسیو مطابق عمل وکړي.

شنبه، غويي ۲۳مه، ۱۴۰۲