د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست د ولایتي اتاقونو له مشرتابه سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې د اتاق حقوقي سلاکار او د مختلفو ډيپارټمنټونو مسؤلینو هم حضور درلود، د لوګر، ارزګان او زابل ولایتي اتاقونو له مشرتابه سره آنلاین او حضوري ناسته ترسره او د کاري مسؤلیتونو په اړه يې خبرې اترې وکړې.  

ښاغلي هوتک، د زابل، لوګر او ارزګان ولایتي اتاقونو د جوړیدو په مناسبت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار پیغام د مرکزي اتاق مشرتابه، ولایتي اتاقونو او د هېواد د خصوصي سکتور ټولنې غړو ته ولوست.

د مرکزي اتاق عمومي رئيس په خپل پيغام کې د نويو خونو د جوړېدو د مبارکۍ تر څنګ، د سوداګرۍ او پانګونې د ودې او په نورو ولايتونو کې د ولایتي اتاقونو د جوړېدو په برخه کې د مرکزي اتاق د مشرتابه د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي هوتک د ارزګان، زابل او لوګر ولایتي اتاقونو مشرتابه پلاوو ټولو غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه " دا ناسته د زابل، لوګر او ارزګان ولایتي اتاقونو د مدیره او عامل پلاوو د کاري لارښوونو په اړه جوړه شوې ده."

ښاغلي هوتک د ولایتي اتاقونو له مشرتابه پلاوو وغوښتل چې خپل فعالیتونه د سوداګرۍ پراختیا، د هېواد د اقتصاد په وده، د پانګونې د جلبولو، د خصوصي سکتور د ټولو برخو د کنټرول او مدیریت په برخو کې متمرکز کړي او له دولتي چارواکو سره د دوستانه اړیکو ټینګولو ترڅنګ، د لویو پروژو د ترلاسه کولو او د هېواد د نورو سوداګریزو مسایلو په اړه معلومات ترلاسه کول.

په همدې موخه د حقوقي چارو سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي او د اتاق نورو مسؤلینو د خپلو کاري مسایلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په پای کې، د ولایتي اتاقونو مشرتابه پلاوو د خپلو ستونزو او سوداګریزو لاسته راوړنو یادونه وکړه او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

یکشنبه، غويي ۱۷مه، ۱۴۰۲