د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د ولایتي اتاقونو سره آنلاین ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې، د مختلفو ډیپارټمنټونو کارکوونکو او مسؤلینو حضور درلود، د ولایتي اتاقونو له مسؤلینو سره آنلاین ناسته ترسره او د ورځنیو چارو په اړه يې ورسره خبرې اترې وکړې.

ښاغلي میرویس هوتک د کوچني اختر په مناسبت د مرکزي او ولایتي اتاقونو کارکوونکو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، خصوصي سکتور ته د دوی د خدمتونو ستاینه وکړه او د مرکزي اتاق کاري ځواک څخه يې وغوښتل چې د ولایتي اتاقونو ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې پیدا، غړي جذب، صادراتو کچه لوړه او د کارکوونکو وړتیا لوړونې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د اتاق عامل پلاوي سرپرست د امام ابوحنیفه (رح) دویم نړیوال نندارتون په اړه معلومات وړاندی کړل او د ولایتي اتاقونو له مسؤلینو يې وغوښتل چې سوداګرو او پانګوال په یاد نندارتون کې د ګډون په موخه وهڅوي.

د ولایتي اتاقونو مسؤلینو په خپل وار سره د خبرو کولو ترڅنګ، د ورته آنلاین ناستو هرکلی وکړ او د کار ښه والي په موخه يې خپل مشخص وړاندیزونه مطرح کړل.