د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ولایتي اتاقونو له عامل مدیرانو سره آنلاین ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د ولایتي اتاقونو عامل مدیرانو سره يې آنلاین ناسته ترسره او د امام ابو حنیفه (رح) دویم نړیوال نندارتون جوړولو په اړه یې خبرې اترې وکړې.  

ښاغلي مهمند د امام ابوحنیفه (رح) د دویم ملي او نړیوال نندارتون د جوړولو برخه کې په مرکز او ولایتونو کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مسوولینو له بی سارو هڅو څخه د مننې په ترڅ کې زیاته کړه: د ولایتي اتاقونو مسوولین باید هڅه وکړي چې په دغه ستر نندارتون کې د ګډون په موخه ټول سوداګر او لوی او واړه پانګوال، متشبثین او د خصوصي سکتور غړي برخه واخلي او خپله ونډه ادا کړي.

ښاغلي ميرويس هوتک د امام ابوحنيفه (رح) د لومړي نندارتون او د دويم نندارتون د چمتووالي په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوی په یو منظم پلان کار کوي، څو د لومړي نندارتون د نیمګړتیاوو څخه د تجربې پر بنسټ، دویم نړیوال نندارتون د امکان تر حده غوره او عالي تنظیم کړي.
نوموړي په دې برخه کې خپل مشخص پلانونه او وړاندیزونه هم مطرح کړل.

ښاغلي هوتک د ولایتي اتاقونو له ټولو عامل مدیرانو وغوښتل چې د دغه نندارتون اعلان ټولو سوداګرو او پانګوالو ته او د تولید او خدماتي سکتور په ګډون د روغتیا، کرنې، صنعت، کانونو، غالۍ، لاسي صنایعو، طب، ښوونې او روزنې، ودانیو سکتورونو ته ورسوي څو هغوی وکولی شي په راتلونکي دویم نړیوال نندراتون کې په پراخه کچه ګډون وکړي.