د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په کابل کې میشت د ترکيې سفارت له مرستیال سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي غړيو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ذکریا بریالي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي احمد شاه حکیمي او د ۷۷ ترکي شرکت رئیس ښاغلي براق انسال یې ملتیا کوله په کابل کې میشت د ترکيې سفارت له مرستیال ښاغلي امره ماناو او د یاد سفارت سوداګریزې آتشې ښاغلي امره انال سره لیدنه ترسره او د سوداګریزو اړیکو غښتلتیا او ګډو پانګونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند په افغانستان کې د ټولیز امنیت او سولې تامین، په دولتي ادارو کې د فساد نه شتون، د کوکنارو د کښت بندیدل او د ټرانسپورټ او ټرانزیټ په برخو کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کیدل او همدارنګه د کانونو په برخه کې د تړونونو لاسلیک کول د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او پانګونې بهیر د چټکتیا په برخه کې د اوسنيو ښو فرصتونو په توګه یاد کړل.

نوموړي په کابل ښار کې د امام ابوحنيفه (رح) د دويم ملي او نړيوال نندارتون د جوړيدو په اړه د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې د سفير له مرستيال څخه وغوښتل چې په دغه نندارتون کې د ترکيې لوي توليدي او ودانیز شرکتونه او د ترکيې  بېلابېل سکتورونه په دی نندارتون کې ګډون ته وهڅوي.

ښاغلي امره ماناو له افغانستان سره د دغه هېواد د راتلونکو اقتصادي پلانونو، بشري مرستو او د خصوصي سکتور په بیلابیلو برخو کې د پانګونې لپاره د سترو ترکي شرکتونو د هڅولو په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې ترکي شرکتونه به وهڅوي چې د امام ابو حنیفه (رح) په دویم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي.