د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د "نچرل سټون" مرمر ډبرو فابریکې له مسؤلینو سره لیدنه کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د "نچرل سټون" مرمر ډبرو فابریکې له مختلفو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ، د یادې فابریکې رئیس ښاغلي محمد آصف ستانکزي او کارکوونکو سره يې د مرمر ډبرو د استخراج، پروسس او تولید په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي ستانکزي ښاغلي مهمند ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د مرمر ډبرو د استخراج څخه تر وروستي تولید پورې د پروسې د پړاوونو، د تولید د ډبرو ډولونه او د دغو فابریکو د تولید ظرفیت، د کار متخصص ځواک او موجوده ماشینرۍ په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي ستانکزي د مرمر ډبرو له کانونو څخه د دغې فابریکې د استخراج او بهرنیو هېوادونو ته د پروسس شویو ډبرو د صادراتو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د نچرل سټون فابریکه د میدان وردګو، کنړ او ننګرهار ولایتونو کې د مرمرو د کانونو د استخراج په برخه کې لوړ ظرفیت او عصري ماشینونو لرلو سره فعالیت کوي او خام مواد له استخراج وروسته د پروسس لپاره فابریکو ته لیږدوي.
د دغو فابریکو تولیدات  کورنیو بازارونو ته د عرضې ترڅنګ د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه قزاقستان، اذربایجان او متحده عربي اماراتو ته هم صادرېږي.

ښاغلي مهمند د نچرل سټون مرمرو فابریکې هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او د هېواد مرمر يې د نورو هېوادونو د مرمر ډبرو په پرتله یو له غوره ډبرو څخه وګاڼه.
نوموړي په هېواد کې د کورنيو ودانيو په جوړولو کې د دغې ډبرې د کارونې او د سيمې او نړۍ هېوادونو ته د مرمرو د صادراتو پر زياتوالي ټينګار وکړ.

ښاغلي مهمند د نچرل سټون فابریکې د محصولاتو لپاره د نړیوالې بازار موندنې او د صادراتو د ودې په برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.