د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د ۷۷ ترکي شرکت رئیس براق انسال يې ملتیا کوله د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست ښاغلي شهاب الدین دلاور سره لیدنه ترسره او د یاد وزارت سره يې د اتاق د همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د جبل سراج بند جوړولو، د سمنټو فابریکو جوړولو او په لویو پروژو کې د پانګونې په موخه د سترو کورنیو او بهرنیو شرکتونو د معرفي کولو برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ته د اتاق د چمتووالي او هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او په دی برخه کې يې د سترو پروژو په لاره اچولو غوښتنه وکړه.  

ښاغلي شهاب الدین دلاور ښاغلي مومند ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګرو او پانګوالو ملاتړې اداره وبلله او د کانونو د استخراج، د اوبو د بندونو د بیارغونې او نورو سترو پروژو قراردادونو د ترلاسه کولو په برخه کې یې د دغه ډول لویو شرکتونو په معرفي کولو کې د اتاق د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.