د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د اتاق مشرتابه پلاوي د ګلبهار سوداګریز کمپلکس بیاجوړونه پرانیستله

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي په داسی حال کې چې، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، د ګلبهار ګروپ رئیس ښاغلي زړګي حبیبي او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د ګلبهار سوداګریز کمپلکس بیاجوړونې پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.

ښاغلي ملا عبدالغني برادر د حکومت د پالیسۍ په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ وویل "افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او افغانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کول د حکومت او سوداګرو ګډ مسؤلیت دی.
نوموړي د هېواد ټول پانګوال په هېواد کې پانګونې ته وهڅول او په دی برخه کې يې د حکومت د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي مهمند د ښاغلي حبیبي څخه د مننې کولو ترڅنګ، د ګلبهار کمپلکس په څیر د پروژو تطبیق، په هېواد کې د غربت کچې په راکمولو کې اړین وباله او زیاته يې کړه چې د هېواد پرمختګ په بیخبنسټیزو پروژو پوری تړلی دی.
نوموړي د حکومت څخه وغوښتل چې سوداګرو ته د ودانیزو پروژو تطبیق برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي څو سوداګر وکولی شي په یادو پروژو کې په روڼ ډول برخه واخلي.

ښاغلي حبیبي میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو او د ګلبهار کمپلکس بیاجوړولو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ وویل "د ګلبهار سوداګریز کمپلکس د ۷۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت په ۱۰ جریبه ځمکه او ۳۰ چتونو لرلو سره په ۳ کلونو کې جوړیږي. د ګلبهار سوداګریز کمپلکس جوړولو پروژه کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي."