د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د قزاقستان له سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي او د افغان – پاک ګډ اتاق رئیس ښاغلي خان جان الکوزي، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست ښاغلي احمد شاه حکیمي، د صنایعو او کانونو اتاق مشرتابه پلاوي غړیو، لاسي غالیو، د قیمتي ډبرو اتحاديې غړیو، د سبزیو اتحاديې غړیو او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د قزاقستان هېواد له سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بهیر په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، زیاته کړه "افغانستان او قزاقستان له ډیر پخوا راهیسې ټولنیزې، دوستانه، سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري، خو له بده مرغه یو کال کیږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه راټیټه شوې چې اصلي لامل يې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ نشتوالی دی."

ښاغلي مهمند د افغانستان او قزاقستان سوداګرو ترمنځ په پخوانیو ناستو کې د مطرح شویو موضوعګانو نه تعقیب، په قزاقستان کې د افغان سوداګرو ستونزو ته حل لارې نه پیداکول او افغان سوداګرو ته د ویزو د لازمو آسانتیاوو نه شتون د سوداګرۍ برخه کې سترې ننګونې وګڼلې او باید لازمه پاملرنه ورته وشي.
ښاغلي مهمند د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او سوداګریزو اړیکو غښتلتیا په موخه د افغان – قزاق ګډ اتاق رامنځته کیدل اړین وبلل.

د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال د دواړو هېوادونوسوداګرو ترمنځ په متعددو ناستو د ټینګار کولو ترڅنګ، قزاقي پانګوال وهڅول څو په افغانستان کې د کانونو استخراج، د ټیکنالوجۍ سیستم معیاري کولو، ټرانسپورټ او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

قزاقي سوداګرو او پانګوالو مرکزي او منځنۍ آسیا ته د وچو او تازه میوو صادرولو برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او له اتاق څخه يې د یوه معیاري ډیټابیس چې افغاني میوې په کې معرفي شوي وي د جوړولو غوښتنه وکړه.