د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د هېواد د روغتیا سکتور د مالیاتو د ورکړې د څرنګوالي په اړه په جوړه شوې مشورتي ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د ماليې وزارت د عوایدو عمومي رئیس ښاغلي شیر محمد مشفق، د عوایدو عمومي ریاست حقوقي خدماتو مسؤل ښاغلي ندا محمد صدیقي او د افغانستان د روغتیا اتحاديې مشرتابه پلاوي د هېواد د خصوصي روغتونونو د مالیاتو د ورکړې د څرنګوالي په اړه په جوړه شوې مشورتي ناسته کې ګډون وکړ.

ښاغلي مهمند د روغتیا سکتور له لوري هېوادوالو ته د معیاري او با کیفیته صحي خدماتو وړاندی کولو، په دی برخه کې په کور دننه د وړتیا لوړونې او د حد اکثر درملیزو امکاناتو برابرولو ستاینه وکړه او د ورکشاپونو له لارې په کور دننه د طبي وسایلو د ترمیم مسلکي کارکوونکو په وړتیا لوړونې یې ټینګار وکړ.

ښاغلي مهمند حکومت ته د خصوصي سکتور له لوري د ماليې ورکړه اساسي مکلفیت وباله او د عوایدو عمومي ریاست څخه يې د مالیاتي اسنادو طی مراحل، نورمونو او طرزالعملونو برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د روغتیا اتحاديې مشرتابه پلاوي د مالیاتي امورو تصفیې برخه کې د شته ننګونو یادونه وکړه او د هېواد مالیاتي سیستم سره يې د خصوصي روغتونونو د سیستمونو د پیوستون، له وړاندی د ۴ سلنې ماليې تادیې له منځه وړلو، پر ارزښت د زیاتې ماليې د تطبیق طرحې او یو شمیر نورو مسایلو کې يې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي شیرمحمد مشفق د پورتنیو وړاندیزونو او ننګونو له اوریدو وروسته د هېواد د خصوصي سکتور لپاره د لازمو مالیاتي اسانتیاوو برابرول د خپل اساسي مسوولیت په توګه یاد کړ او د مالیاتي خدمتونو د بهتر کولو او د شته اصولو او میکانیزمونو د رعایت او تطبیق برخه کې يې د خپلو هر اړخیزو هڅو ډاډ ورکړ.