د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د یوناما دفتر د اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د عامل پلاوي مالي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله، د افغانستان لپاره د یوناما دفتر د اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې آغلې دینای بوګاس سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرو شته ستونزو او یوناما دفتر همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړې.  

ښاغلي مومند په هېواد کې د ښو شرايطو د رامنځته کېدو په ځانګړي ډول د هېواد په کچه د امنيت د تامين، د کوکنارو د کښت نه شتون او په دولتي ادارو کې د اداري فساد د له منځه وړلو په اړه د يادونې په ترڅ کې اوسنی وضعيت په هېواد کې د پانګونې لپاره يو ښه فرصت وباله او د یوناما دفتر څخه يې د مالیاتي خدمتونو د تنظیم، په هېواد کې د معیاري زیربناوو د رامنځته کولو، د کوچنیو کاروبارونو لپاره د معیاري کاري سیستم د رامنځته کولو، د هېواد د کرنې د میکانیزه کولو په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
نوموړي د یوناما دفتر د اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې څخه وغوښتل چې د سوداګرو د ستونزو د حل، اقتصادي ودې او د پانګونې د اسانتیاوو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان په رسمیت نه پیژندل د سوداګرو او پانګوالو فعالیت برخه کې ستره ننګونه وګڼله او د یوناما دفتر اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې يې وغوښتل چې د هغو سوداګرو لپاره چې په کور دننه فعالیت کوي د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له استازیو سره د ناستو زمینه برابره کړي.

آغلې دینای بوګاس د هېواد د اقتصادي ودې برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې وستایلې او پورته یادو مواردو په اړه يې د خپلو هر اړخیزو همکاریو او مرستو ډاډ ورکړ.