د خصوصي سکتور لپاره د ماليې وزارت د قوانینو او طرزالعملونو عامه پوهاوي پروګرام په اتاق کې جوړ شو

د خصوصي سکتور لپاره د ماليې وزارت د قوانینو او طرزالعملونو عامه پوهاوي پروګرام د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د ماليې وزارت د عوایدو ریاست تخنیکي مرستیال ښاغلي معراج محمد معراج او د خصوصي سکتور سوداګرو، پانګوالو او اتحاديو په شتون کې، د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو.

ښاغلي مهمند د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د عامه پوهاوي پروګرام پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: مالیه د هېواد د اقتصاد په وده کې اساسي اصل ګڼل کېږي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ماليې وزارت په همکارۍ سره هڅه کوي چې د ماليې برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي تر څو سوداګر وکولای شي خپلې ټولې مالیې په اسانۍ سره تصفیه کړي. هغه د هېواد له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د مالیې وزارت له قوانینو او طرزالعملونو سره سم خپل حسابونه تصفیه کړي.

معراج الدین معراج د مالیې وزارت له خوا د سوداګرو او د خصوصي سکتور د غړو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو، د ګمرکونو لپاره د پالیسیو او میکانیزمونو د رامنځته کولو، له اداري فساد سره د مبارزې، د رسمي اقتصاد د ودې لپاره د زمینې برابرولو او مالیې ورکولو ته د سوداګرو هڅولو په اړه خبرې وکړې او د خصوصي سکتور ټولو غړیو ته یې په دې برخه کې د لا زياتو اسانتياوو رامنځته کولو ژمنه وکړه.

ښاغلي الکوزي د سوداګرو د ستونزو د کمولو په برخه کې له مالیې وزارت سره د سوداګرۍ اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او غوښتنه یې وکړه چې په راتلونکي کې هم ورته د پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.

ورپسې، د مالیې وزارت د عمومي ریاست د ماموریت په اړه د دې وزارت د تخنیکي ټیم لخوا معلوماتي پریزنټشن، د مالیې وزارت د عمومي ریاست لید، د مالیې تابع عواید، هغه عواید چې د مالیې څخه معاف دي، د مالیه ورکوونکو حقونه، د مالیاتو ډولونه، د مالیه ورکوونکو مکلفیتونه، د ماليې تادیه کولو برخه کې آسانتیاوې، غیر مجرا لګښتونه، مستقیمې مالیې، غیر مستقیمې مالیې، پر عایداتو ماليې، د ګټندویه راکړو ورکړو مالیې، موضوعي مالیې، ثابتې مالیې، د مالیو اظهار نامې، د اظهار نامو د سپارلو وخت او د مالیې ادارې د کارمندانو مکلفیتونه، حاضرو کسانو ته وړاندې شو.

ښاغلي شیرین اغا سخي، انجنیر سید جاوید برهان او نورو سوداګرو هم د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د مالیاتو د تصفیې او نورو چارو په برخه کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.

په پای کې، ښاغلي خیرالدین مایل احمدي مالیاتي اسنادو څیړنې برخه کې د سوداګرو ستونزو، لوړو ګمرکي تعرفو، په بانکونو کې د سوداګرو د پیسو بندوالي، د صادراتي اظهارنامو نه څیړنه، په مالياتي کارکوونکو کې د لازمې وړتیا نه شتون، په ګمرکونو کې د اسیکیوډا سیستم عدم فعالیت او په ګمرکونو کې د اصلي انوایسونو نه څیړنې په اړه خبرې وکړې او په یادو برخو کې يې د سوداګرو ستونزو ته د حل مناسبو لارو چارو لټولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي معراج ژمنه وکړه چې یادې ستونزې به د حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره شریکې او هڅه به وکړي چې د پای ټکی ورته کیږدي.