د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ګمرکونو معینیت او د بطریو سوداګرو او تولیدوونکو په ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د بطریو یو شمیر صنعت کارانو او سوداګرو هم شتون درلود د ماليې وزارت ګمرکونو معینیت لخوا د بطریو په وارداتو باندی د تعرفې بیې تعین په موخه په جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي مهمند د کورنیو تولیداتو په ځانګړې توګه د بېلابېلو بطریو د تولید په برخه کې د هېواد د تولیداتو د کیفیت او ظرفیت په لوړولو ټینګار وکړ. هغه په بازار کې د دغه محصول د تقاضا په پوره کولو کې د بطریو سوداګرو رول مهم وباله او د ګمرکونو معینیت له مسوولینو یې وغوښتل چې د ګمرکي تعرفې د مناسبې کچې په ټاکلو کې توازن رامنځته کړي، څو له یوې خوا کورنیو تولیداتو ته وده ورکړي او له بلې خوا د بطریو سوداګر وکولی شي چې د بطریو مناسبې تعرفې په تادیه کولو سره د بطریو وارداتو ته دوام ورکړي.

د بطریو د کورنیو تولیدونکو څخه ښاغلي عبدالمتین قلندري د دغه محصول د تولیدونکو په استازیتوب د کورنیو تولیداتو د جزئیاتو، کیفیت او شته ظرفیت په اړه معلومات ورکړل او د کورنیو تولیداتو په پام کې نیولو سره یې د ګمرکي تعرفو د بیې د ټاکلو لپاره د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

ښاغلي محمد عارف چې د بطریو په برخه کې یو له سترو واردونکو څخه دی، د نورو واردونکو په استازیتوب خبرې وکړې او ویې ویل: د بطریو کورني تولیدات په بازار کې تقاضا نه شي پوره کولای او اړتیا ده چې له نورو هیوادونو څخه بوتلونه وارد شي. هغه د مالیې وزارت ګمرکونو له معینیت څخه وغوښتل چې په بازار کې د حقایقو په نظر کې نیولو سره دې د ګمرکي تعرفې او د دې محصول د وارداتو د تعرفې د ټاکلو په اړه معقول تصمیم ونیسي.

د مالیې وزارت ګمرکونو معینیت چارواکو د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه، واردونکو او کورنیو تولیدونکو د خبرو له اورېدو وروسته پرېکړه وکړه، چې د کورنیو تولیدونکو او سوداګرو په ګډون دې یوه ګډه کمېټه جوړه کړی شي څو د ګډ پلاوي له څیړنې وروسته د ګمرکي تعرفې بیې په اړه مناسبه پریکړه ونیول شي.