د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیر پلاوي لومړي مرستیال د بګرامیو خوراکي توکو منډوۍ څخه لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د بګرامیو خوراکي توکو منډوۍ تاسیساتو او بیو ارزونې او د نیمګړتیاوو او مثبتو ګامونو معلومولو په موخه یادې منډوۍ څخه د لیدنې په ترڅ کې، د خوراکي توکو اتحاديې له یو شمیر غړیو سره لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي مهمند د یادې منډوۍ د هټۍ ګانو او ګودامونو په معیاري ډول د جوړولو غوښتنه وکړه او په دی برخه کې يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي د خوراکي توکو ټولو سوداګرو څخه وغوښتل چې د ګرانو هېوادوالو اقتصادي وضعیت او د روژې مبارکې میاشتې په نظر کې نیولو سره د خوراکي توکو بیې ټېټې او د اړمنو خلکو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

د بګرامیو خوراکي توکو منډوۍ سوداګرو او هټیوالو د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د خوراکي توکو په ټیټه بیه د پلورلو ډاډ ورکړ او د اړوندو دولتي ادارو څخه يې وغوښتل چې د یادې منډوۍ د تاسیساتو په معیاري ډول جوړولو او د هغو لارو او سرکونو چې یادې منډوۍ ته منتهي کیږي کانکریت کولو برخه کې لازم او ګړندي ګامونه پورته کړي.