د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال د لوګر اتاق مشرتابه سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د لوګر سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي رئیس ښاغلي مولوي محمد یعقوب او د یاد اتاق د مدیره پلاوي نورو غړیو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مولوي محمد یعقوب د لوګر سوداګرۍ او پانګونې اتاق ستونزو هواري په ځانګړې توګه د دغه اتاق د عامل پلاوي د کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو، په دغه ولایت کې د صنعتي پارک د جوړولو او په عام المنفعه پروژو کې د سوداګرو د ګډون غوښتنه کوي.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د لوګر د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي رئیس او غړو ته د ښه راغلاست پرمهال د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او یادو ستونزو ته د حل لارو پیداکولو او د دوی د وړاندیزونو پر ځای کولو برخه کې يې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.