د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د بلخ ولایت له والي سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي محمد داوود یوسفزي، د بلخ اتاق مدیره پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي اسدالله اسدي، د جوزجان اتاق رئیس ښاغلي یولبرز عطايي، د اندخوی اتاق رئیس ښاغلي عبدالمجید نیازي او د هېواد یو شمیر مطرح سوداګرو يې ملتیا کوله د بلخ ولایت له والي ښاغلي محمد یوسف وفا سره د لیدنې په ترڅ کې، د هېواد شمال زون د سوداګرۍ او پانګونې بهیر او د خصوصي سکټور غړیو او سوداګرو شته ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو، شته ننګونو او د پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې یې د بلخ له والي څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند له اړوندو دولتي ادارو سره د سوداګرو د همکارۍ ډاډ ورکړ او په بهر کې مېشت افغان سوداګر يې وهڅول څود هېواد د کانونو استخراج، د سترو پروژو پلي کولو او یو شمېر نورو چارو کې پانګونه وکړي.

د ولایتي اتاقونو رئیسانو او د هېواد سوداګرو د شته ستونزو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې، ترانسپورت او ټرانزیټ، د ګمرکي محصول د لوړوالي، د ترکمنستان له خوا افغان سوداګرو ته د ویزو د نه ورکړې او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې او د بلخ له والي څخه يې په دې برخه کې د لازمې پاملرنې غوښتنه وکړه.

ښاغلي محمد یوسف وفا د اتاق مشرتابه پلاوي او د هېواد سوداګرو د خبرو له اورېدو وروسته د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه والي، ودې او هوساینې کې د ملي سوداګرو رول خورا مهم وباله او د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه يې معلومات وړاندی کړل.
نوموړي د سوداګریزو او پانګه ایزو فعالیتونو پر چټکتیا ټینګار وکړ او له کورنیو سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې له سیمه ییز حکومت سره لا زیاته همکاري وکړي.