د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د هېواد د سویلي ولایتونو د روغتیا سکتور استازیو ستونزې واوریدې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د هېواد د سویلي ولایتونو د خصوصي روغتونونو استازیو سره په خپل کاري دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو او حل لارو په اړه خبرې اترې وکړې.

د خصوصي روغتونونو استازيو په خصوصي روغتونونو باندی د لوړې مالیاتي تعرفې په اړه خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې دوی ۶۰ الی ۷۰ سلنې روغتیايي خدمتونه وړاندی کوي لیکن که چیرې په دوی باندی مالیاتي تعرفه کمه نشي، دوی به ونه کولی شي چې معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندی کړي.
د خصوصي روغتونونو استازیو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي څخه وغوښتل چې د اړوندو دولتي ادارو په ځانګړې توګه د ماليې وزارت سره په همکارۍ د دوی شته ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.

ښاغلي هوتک د خصوصي روغتونونو استازیو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د روغتیا سکتور په هېواد کې تر ټولو مهم خدماتي سکتور وباله چې باید ملاتړ يې وشي.
سربیره پردی، ښاغلي هوتک ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د اړوندو دولتي ادارو سره شریکې او هڅه به وکړي چې مناسبې حل لارې ورته بیامومي څو خصوصي روغتونونه وکولی شي ګرانو هېوادوالو ته باکیفیته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندی کړي.