د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست د افغانستان لپاره د (IOM) ادارې د سروی له مسؤل سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې د اتاق د عامل پلاوي د نړیوالو اړیکو، عامه اړیکو او د سوداګرۍ پراختیا ډیپارټمنټونو مسؤلینو يې ملتیا کوله د د افغانستان لپاره د (IOM) ادارې د سروی له مسؤل ښاغلي مطیع الله سیرت سره د لیدنې په ترڅ کې، د افغان سوداګرو ټرانزیټي ستونزو، نړیوالو نندارتونونو ته د افغان سوداګرو نه لاسرسي، د سبسایډي نه شتون، هوايي دهلیزونو او یو شمیر نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي هوتک د وړتیا لوړونې، سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو، په نړیوالو مارکیټونو کې د افغاني محصولاتو لپاره د بازار موندنې او په نړیوالو کنفرانسونو او نندارتونونو کې د افغان سوداګرو ګډون برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پروګرامونو په اړه معلومات وړاندی کړل او د اتاق سره يې د (IOM) ادارې د افغان سوداګرو وړتیا لوړونې او مالي او تخنیکي همکاریو هرکلی وکړ.

ښاغلي هوتک نړیوالو مارکیټونو ته د افغان سوداګرو لاسرسي، د ځوان سوداګرو تشبثاتي طرحو ملاتړ او د نویو تشبثاتو رامنځته کولو برخه کې د ګډو پروګرامونو په لاره اچولو کې د (IOM) ادارې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي سیرت د افغان سوداګرو وړتیا لوړونې او نړیوالو نندارتونونو کې د دوی د ګډون برخه کې د (IOM) ادارې له هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکولو ترڅنګ، په یاده برخه کې د (IOM) ادارې سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه.