د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د پاسپورټ ریاست سوداګریز آمر سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د پاسپورټ ریاست سوداګریز آمر ښاغلي قاري ضیاءالرحمن سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرو د پاسپورټ اخیستنې برخه کې پر شته ستونزو او خنډونو خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مایل احمدي سوداګرو او د دوی کورنیو ته د سوداګریزو او سیاحتي پاسپورټونو اخذ برخه کې شته ننګونې د قاري صیب ضیاءالرحمن سره شریکې او له دوی څخه وغوښتل چې سوداګرو ته د پاسپورټ صدور برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي قاري صیب ضیاءالرحمن د اتاق مشرتابه پلاوي له خبرو اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې د سوداګرو شته ستونزې به د پاسپورټ ریاست له لوړ پوړو چارواکو سره شریکې او د حل مناسبې لارې چارې به ورته ولټوي.