د افغانستان د سوداګری او پانګونی اتاق مشرتابه پلاوی د عشق آباد نندارتون کی د ګډون ترڅنګ, د ترکمنستان له حکومتی چارواکو سره لیدنه ترسره کړه

د ترکمنستان هېواد د رسمي بلنې پربنسټ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي یاد هېواد ته د سفر په ترڅ کې، د عشق آباد په نندارتون کې د ګډون ترڅنګ د ترکمنستان هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره لیدنه ترسره کړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي عصمت الله وردګ او محمد داوود یوسفزي، د غزني اتاق رئیس او د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د هرات سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئيس ښاغلي یونس قاضي زاده، د ترکمنستان لپاره د افغانستان سرپرست رئیس ښاغلي فضل محمد صابر، د فاریاب اتاق رئيس ښاغلي سید فرید هاشمي، د اندخوی اتاق رئیس ښاغلي عبدالمجید نیازي او د هرات اتاق مرستیال ښاغلي دشتي يې ملتیا کوله د عشق آباد نندارتون په پرانست غونډه کې ګډون ترسره او د یاد هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره يې لیدنه ترسره کړه.

د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د ترکمنستان د حکومت په استازیتوب د جمهور رئیس لومړي مرستیال او د دغه هېواد د کابینې د شورا رئیس ښاغلي عطابایوف، د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید عوض گولدي یویچ مردوف، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب عبدالرشید عوض ګولدیویچ مردوف او د سوداګرو او صنعتکارانو د اتحادیې رئیس ښاغلي دولت ګډون او وینا وکړه.

دغه راز په هغه کتنه کې چې له دې وروسته د ترکمنستان د پورتنيو مقاماتو په ګډون او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په ګډون جوړه شوې وه، ښاغلي مهمند د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د څو کلونو د ښو اړيکو په باب خبرې وکړې.
نوموړي همدا راز په ټول هېواد کې د امنيت د تامين، د کوکنارو د کرکيلې د بشپړ بندېدو او په هېواد کې د اداري فساد د له منځه وړلو يادونه وکړه او د مرمر په ګډون د افغانستان د صادراتو په اړه يې د معلوماتو ورکولو پر مهال له شته فرصتونو څخه د ګټې پورته کولو سره د ترکنستان هېواد سره د سوداګرۍ او پانګونې مختلفو برخو کې د اړیکو د غښتلتیا غوښتنه وکړه.   

په دې کتنه کې د افغان - ترکمن د ګډ اتاق پر جوړولو او په دې برخه کې د عملي ګامونو پورته کولو، د افغان سوداګرو لپاره په ګمرکي بندرونو کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د سوداګرۍ او راکړې ورکړې لپاره د بانکي اسانتیاوو، د ګډو پانګونو، د افغانستان او ترکمنستا ترمنځ ترانزیتي شرکت پر جوړولو او د افغانستان ستر نندارتون ته د ترکمن سوداګرو او پانګوالو د بلنې په اړه خبرې وشوې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغان – ترکمن ګډ اتاق رامنځته کولو په موخه د هوکړه لیک او اساسنامې په رامنځته کولو د ټینګار کولو ترڅنګ، زیاته کړه چې د افغان – ترکمن ګډ اتاق افغانستان لوري د سوداګرۍ څیړنې او پراختیا ډیپارټمنټ رامنځته په اړه بحثونه پیل کړي او افغان لوری چمتو دی چې د افغان – ترکمن ګډ اتاق رامنځته کړي.

د ترکمنستان حکومت لوړ پوړو چارواکو هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پر پیاوړتیا او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د سوداګرۍ او ګډې پانګونې د پراختیا او همدارنګه ګمرکي او ټرانزیټي برخو کې د لازمو آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه به هر ډول لازمه همکاري وکړي.